د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان د کراچي د زندانونو څخه د افغان کډوالو ۲۰۹ بنديان ازاد سوي او د شنبې په ورځ د سپین بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د زياتي مودې راهيسي دلته بنديان وو، چي ښځي او ماشومان هم په کښي شامل دي.
بايد وويل سي، چي ۱۰۵ نور افغان کډوال اوس هم د کراچي په زندانونو کي بنديان دي، ط..البانو ژمنه کړې، چي هغوی به هم د پاکستان دولت ازاد کړي.