د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ ويلي، چي پرون ۴۴۹ د افغان کډوالو کورنۍ د ګاونډیو هیوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه سوي دي.
د ياد وزارت په وینا، دغه کورنۍ د هیواد له بېلابېلو سرحدي لارو هیواد ته داخلي سوي او د اړوندو ادارو له لوري ثبت سوي دي.
د ط..البانو د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، له ایران څخه ۱۱ کورنۍ د نیمروز د وريښمو پله او ۲۱ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري هیواد ته راستانه سوي دي.
همدارنګه له پاکستان څخه ۴۹ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۳۵۷ کورنۍ د ننګرهار د تورخم او ۱۱ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لاري افغانستان ته راغلي دي.