د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو په خپل تازه مرکه کي ويلي

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو په خپل تازه مرکه کي ويلي، چي د ترهګرۍ زیاتره ګواښونه د افغانستان د خاوري څخه سرچینه اخلي.
نوموړي ويلي، چي تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) د ډيورنډ فرضي کرښي هاخوا ځای پر ځای سوي او په افغانستان کي د غربي هيوادونو څخه د پاته سوو وسلو څخه د پاکستان د پوځ پر ضد کار اخلي.
شیرپاو همدارنګه ط..البان د دوحې تړون د نه عملي کولو په تور تورن کړي او ویلي ئې دي چي هغوی ژمنه نه ده پوره کړې، چي د دوی خاوره به د بل هیواد پر ضد نه کارول کېږي.

بلخوا بيا ط..البانو دغه څرګندوني رد کړي او وایي چي ټي ټي پي په افغانستان کي نه، بلکي په پاکستان کي فعالیت کوي او هلته ئې مرکزونه موجود دي.