د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ ۱۶۳ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۳۷ کورنۍ د ننګرهار د تورخم د لاري او ۱۹ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي چي په همدې ورځ ۹۹ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۸ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.

خبرپاڼه ليکي چي د پاکستان څخه راغلي افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي دي‌.