د ط..البانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې ويلي

د ط..البانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې ويلي، چي سبا يکشنبه د افغانستان په لسو ولايتونو کي د تېزو بارانونو اټکل سوی.
دغي ادارې ويلي، چي په غور، دایکندي، بامیان، میدان وردګ، خوست، پکتیا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کي د بارانونو اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي‌مترو پوري اټکل سوې ده.
د يادي ادارې په وينا چي په شمالي، لوېځدیځو، سويل، سویل ختیځو او مرکزي سیمو کي بيا د تېزو بادونو اټکل سوی، چي د بادونو چټکتیا په ساعت کي له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومترو پوري اټکل سوې.