د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویلي دي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویلي دي، چي د شنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۶۶۸ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۲۵۵۳ تنه کېږي خپل هيواد ته راستانه سوي دي.
د‌ ط..البانو په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۵۵۶ کورنۍ د تورخم د‌ لاري، ۷۷ کورنۍ د‌ کندهار د سپين بولدک د لاري او ۲۳ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.

دغه راز په همدې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په ياده ورځ ۵ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
بايد وويل سي چي دلته افغانستان کي تازه راغلي افغان کډوال د بېکارۍ، روغتيايي خدماتو ته نه لاس رسی او د سرپناه د نه موجوديت څخه کړېږي.