د پنجشېر د ط..البانو د ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په عنابه او ابشار ولسواليو کي ئې د بېروجو نوي کانونه موندلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ډېر ژر به د دغو ولسواليو د کانو څخه د بيروج د ډبرو استخراج پيل کړي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د افغانستان د کانو استخراج چټک کړی، يو شمېر پوهان وايي د افغانستان کانو څخه ګټه يوازي ط..البانو ته رسېږي او ولس ورڅخه بې برخي دئ.