د جوزجان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز کي يو ځوان وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ځوان نصير نومېږي او په دغه ولايت کي ئې د زرګرۍ دکان کوئ.
د دغه ځوان د وژل کېدو اصلي علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو هم د دغه پېښي په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.