د ط..البانو د کډوالو او راستېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان د زاندنونو څخه ۱۵۳ افغان کډوال ازاد سوي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه افغان کډوالو د پاکستان په زندانونو کي د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته د کندهار د سپين بولدک د لاري افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي د يادو افغان کډوالو د جرمونو په تړاو څه نه‌دي ویل سوي؛ خو په پاکستان کي افغانان تر ډېره په نوموړي هیواد کي د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي ۱۰۸ افغانان د متحده عربي اماراتو د زندانونو څخه هم ازاد سوي وو.