د جوزجان څخه محلي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کي يو ځوان د چاقو په وسيله وژل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د چهار شنبې په ورځ تر ماپښين وروسته رامنځ ته سوې ده.
سرچينه زياتوي چي وژل سوی ځوان ۲۲ کاله عمر لري او جهانګير نومېږي.
په ورته وخت کي د جوزجان امنيې قومندانۍ دغه پېښه څراغ تلوېزيون ته تائيد کړې او ويلي ئې دي، چي د دغه قتل په تور ئې يو کس نيولی او اوس تر څېړنو لاندي دئ.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي دي.