د ط..البانو د کډوالو او راستېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تېره اوونۍ کي ۳۴۵ افغان کډوال د پاکستان د زاندنو څخه ازاد سوي او د کندهار د سپين بولدک د لاري افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه افغان کډوال د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زاندانو کي بنديان وو.
بايد وويل سي چي خبرپاڼه کي د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه دي ويل سوي؛ خو په پاکستان کي افغانان تر ډېره په ياد هيواد کي د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله پولیسو نيولي او بنديان کړي وي.