د ننګرهار ځایي چارواکي وايي چي په دغه ولایت کي به یوه نوې ولسوالۍ د “تورغر” په نوم ايجاد کړي

د ننګرهار ځایي چارواکي وايي چي په دغه ولایت کي به یوه نوې ولسوالۍ د "تورغر" په نوم ايجاد کړي.
د ط.‌البانو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دې ولسوالۍ د جوړېدو اجازه له مرکزه ترلاسه سوې او دا مهال ئې د نقشې جوړولو او ودانۍ جوړولو چاري رواني دي. دغه نوې ولسوالۍ به د سره رود او خوږياڼو ترمنځ سیمه او د کابل–جلال آباد لویه لاره هم رانغاړي.