د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون پرون له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۴۲۴ افغان کډوالو

د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون پرون له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۴۲۴ افغان کډوالو کورنيو چي د وګړو شمېر ئې ۲۲۶۳ تنه کېږي د راتګ خبر ورکړی دئ.
ياد کمېسون د خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي د سلواغې په ۲۱ مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم د لاري ۱۸۲ د افغان کډوالو کورنۍ، ۲۵ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۷۳ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله د لاري ۶۲ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لاري ۸۲ د افغان کډوالو کورنۍ د ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.