د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، چي په ايران کي د وروستيو اعتراضونو او پېښو د خلګو پر زړونو ژور اغېز کړی او حکومت ځان د زیانمنو پر وړاندي مسئول ګڼي.
هغه ويلي:« موږ د خلګو پر وړاندي شرمنده یو او ځان مکلف ګڼو چي له ټولو زیانمنو سره مرسته وکړو.»
پزشکیان په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي، چي د ايران دولت د خلګو د ږغ اورېدو ته چمتو دئ او غواړي ستونزې د خبرو او تفاهم له لاري حل کړي.

هغه وویل: «موږ د خلګو خدمتګاران یو او له خلکو سره د ټکر نیت نه لرو، خو ځیني کړۍ هڅه کوي د ټولني دردونه نور هم زیات کړي.»
د ایران ولسمشر د حکومت د راتلونکو پروګرامونو په اړه وویل چي د فساد له منځه وړلو له پاره جدي ګامونه اخیستل کېږي، مالي امکانات به د اړتیا وړ خلګو ته ورسېږي او ځیني اداري واکونه به ولایتونو ته وسپارل سي.
پزشکیان د سیمي‌ د یو شمېر هیوادونو د هڅو ستاینه هم وکړه او په خبره ئې چي ترکیې، آذربایجان، مصر، پاکستان، قطر، اماراتو او سعودي د تاوتریخوالي د کمولو او د ستونزو د ډیپلوماټیک حل په برخه کي رغنده رول لوبولی دئ.

هغه ټینګار وکړ چي حکومت به د ملي یووالي د پیاوړتیا او د خلګو د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.