د ط..البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی چي یوازي تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۷۷ د افغان کډوالو کورنۍ، چي شمېر ئې ۳۰۰۵ کسانو ته رسېږي، افغانستان ته راستني سوي دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار د سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم د لارو څخه هیواد ته راغلي دي.
په راپور کي ویل سوي چي دا افغان کډوال په زور او جبر له ایران او پاکستانه ایستل سوي او اړ سوي چي خپل هیواد ته راستانه سي. چارواکي زیاتوي چي ډېری دغه راستنېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.