د ط..البانو مشر م.لا هب.ت الله په کندهار کي د کار او ټولنیزو چارو وزارت، هلال احمر او د شهداوو او معلولینو وزارت مسئولینو ته د یوه سیمینار پر مهال ويلي، چي له عدلي حکم پرته هېچاته سزا مه ورکوئ. نوموړي ټینګار کړی چي بندیان باید ونه وهل سي او نه هم وځورول سي، بلکي باید د بند په موده کي وروزل سي او عزت او وقار دې خوندي سي.
هغه د ياد سيمينار پر مهال ويلي چي د ده فرمانونه د څو کسانو پر رایه نه، بلکي د خدای امر او اسلامي احکام دي، چي خلګ د الله دین ته رابولي. نوموړي یو ځل بیا له خپلو غړو وغوښتل چي له داخلي اختلافاتو ډډه وکړي او د یووالي او اسلامي اصولو پابندي وکړي.
د ط..البانو مشر دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د څلورو کلونو راهیسي د ده د فرمانونو له مخي افغان مېرمني د الله د لوري د ورکول سوي د زده کړو د حق څخه محرومي دي.