د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو هیوادوالو ته خبرداری ورکړی چي افغانستان ته سفر ونه کړي.
یاد وزارت نن سې شنبه پر خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي چي بریتانوي وګړي په افغانستان کي د نیول کېدو له خطر سره مخ دي.
د بريتانيا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چي اوس مهال افغانستان ته سفر کول د امنیتي ګواښونو له امله مناسب نه دئ او بریتانیايي اتباع باید له دې کاره ډډه وکړي.
هغوی ويلي، که هر بریتانوي وګړی افغانستان ته سفر وکړي، ښايي د نیول کېدو یا نورو جدي ستونزو سره مخ سي.
بايد وويل سي چي ط..البانو تر اوسه د بريتانيا د دولت د دغه پرېکړي په اړه څه نه دي ويلي.