د ط..البانو زندانونو د سمون او روزني ادارې اعلان کړی، چي د ستري محکمې تر تائید وروسته ئې د افغانستان له بېلابېلو محبسونو څخه ۱۱۹۱ بندیان ازاد کړي.
یادي ادارې ویلي، دا پرېکړه د ځانګړي ارزوني او قانوني پروسي له بشپړېدو وروسته عملي سوې، ترڅو ازاد سوي کسان وکولای سي د لوی اختر شپې او ورځي له خپلو کورنیو او خپلوانو سره يو ځای تېري کړي.