د لوی اختر د رانژدې کېدو سره روغتیايي متخصصانو خلګو ته خبرداری ورکړی

د لوی اختر د رانژدې کېدو سره روغتیايي متخصصانو خلګو ته خبرداری ورکړی، چي د قربانۍ د څارویو د حلالولو او غوښو د ساتلو پر مهال احتیاطي تدابیر مراعت کړي، ځکه په دې ورځو کي د کانګو تبې د خپرېدو خطر زیاتېږي.
د انتاني ناروغیو یو شمېر ډاکټرانو ویلي، دغه ناروغي د حیوان د ویني او د بدن له مایعاتو څخه انسان ته انتقالېږي او کله ناکله مرګوني هم تمامېږي.
د دوی په وینا، تبه، د سر او بدن درد، د زړه بدوالی او وینه بهېدنه ئې مهمي نښي دي.

د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت هم له خلګو غوښتي چي د قربانۍ پر مهال له دستکشو او نورو محافظتي وسایلو کار واخلي، غوښه په پاک ځای کي وساتي او د ناروغ یا مشکوک حیوان له حلالولو څخه دي ډډه وکړي.