د ط.. البانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدني کمېسیون د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ ۶۷۲ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۳۳۷۳ تنه کېږي د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ياد کمېسون په وينا چي ۵۴۴ د افغان کډوالو کورنۍ د ننګرهار د تورخم د لاري او ۲۱ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د هغوی په وينا چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي دي.
د ط..البانو دغه کمېسیون دغه راز ويلي، چي په همدې ورځ ۶۵ د افغان کډوالو کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۴۲ کورنۍ ئې د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.