د ط..البانو ستري محکمې خبر ورکړی، چي د سې شنبې په ورځ ئې د خوست ولایت په مرکزي لوبغالي کي يوکس دقتل په تور په عام محضر کي قصاص کړی دئ.
دغي محکمې ويلي چي دغه کس د کلاشنکوف په وسيله ويشتل سوی او د قصاص حکم پر عملي سوی دئ.
د يادي محکمې د معلوماتو له مخي، منګل د تیلاخان زوی په تېره فبرورۍ میاشت کي د علیشېر او ترېزۍ ولسوالیو اړوند کوزه خانه سیمه کي د یوې کورنۍ يوشمېر غړي چي ښځي او ماشومان هم په کښي شامل وو، وژلي وو.
د ستري محکمې په اعلامیه کي ویل سوي چي د یادې پېښي له امله د منګل د قصاص حکم صادر او نن ورځ عملي سو. سرچینه زیاتوي چي د نوموړي دوه زامن هم د یادې قضیي په تړاو نیول سوي او د قانون له مخي به پر هغوی هم سزا پلې سي.
بلخوا بیا د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت د ط..البانو له خوا په عام محضر کي د قصاص پرېکړه غندلې ده او د ط..البانو څخه ئې د ورته سزاوو د درېدو غوښتنه کړې.