د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولایت کي د دورنټې په سيمه کي دعبدالرحمان په نوم يو ځوان ځان وژنه کړې.
د سرچينې په وينا چي عبدالرحمان په خپل کور کي ځان زندۍ کړی او ځان وژنه ئې کړې ده.
تراوسه د دغه ځوان د ځان وژني علت څرګند نه دئ؛ خو د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم د غريبۍ او اقتصادي مشکلاتو له امله د ځان وژني زياتي پېښي ثبت سوي.