د ط..البانو ویاند ذبیحالله م.جاهد وايي، له پاکستان سره د روانو ترینګلتیاوو د هواري له پاره ئې د خبرو او سولهییز حل لاري چاري ازمویلي، خو تر اوسه ئې هڅي بېپایلي پای ته رسېدلي دي.
م.جاهد پاکستان د کړکېچ د سولهییز حل پر وړاندي خنډ بللی او ادعا ئې کړې، چي ط..البان د شخړې پیل کوونکي نه دي، بلکي د دفاع په حالت کي دي.
م.جاهد زیاته کړې، چي دوی د ستونزي د حل له پاره خپلي وروستۍ هڅي کړي دي، خو د پاکستان له لوري د همکارۍ نشتوالي د دې هڅو د بریا مخه نیولې ده.