د بلخ ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د بلخ ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تېري ورځي د اورلګېدني له امله د دغه ولايت د مرکز مزارشريف ښار په باختر زير زميني کي ۱۳۶ دوکانونه سوځېدلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه اورلګېدنه د برېښنا د شاټۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
بلخوا ځايي دوکانداران وايي چي د اور د کنټرول د وسايلو د نه موجوديت له امله دغه زيان اوښتی دئ.