د ط..البان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي چي په تېره اوونۍ کي ئې د پاکستان او ايران څخه پر ۴۶۹۴ تازه راغلو افغان کډوالو کورنيو نمرې ويشلي دي.
دغه وزارت ويلي، چي دغه نمرې ئې په پکتيکا، ننګرهار، نيمروز، فراه، هلمند، غزني او فارياب ولايتونو کي پر يادو افغان کډوالو ويشلي.
ياد وزارت ويلي چي تر اوسه پوري ئې په ټول افغانستان کي شاوخوا ۴۰ زره نمرې پر راغلو افغان کډوالو تقسيم کړي دي.
بلخوا بيا راغلي کډوال شکایت کوي، چي د روغتيايي خدماتو، سرپناه او د کار د نه شتون څخه کړېږي. هغوی د ط..البانو څخه په ياده برخه کي د مرستی غوښتنه کوي.