د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کي د يوې ترافيکي پېښي له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي پنځه کسان وژل سوي او يو ټپي سوی دئ، چي په وژل سوو کسانو کي دوې ښځي او يو کوچنی هم شامل دئ.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.