نن د فبرورۍ ۱۵مه په افغانستان کي د ملي مقاومت او ازادۍ ورځي په توګه نمانځل کېږي. په همدې ورځ په ۱۹۸۹ کال کي د شوري وروستي پوځیان له افغانستانه ووتل او نژدې لس کلنه جګړه پای ته ورسېده.
د دې جګړې پیل د ۱۹۷۸ کال له سیاسي بدلونونو سره تړاو لري، هغه مهال چي د سردار محمد داوود خان حکومت نسکور سو او د خلګو ديموکراتيک ګوند واک ته ورسېد.
د نوي نظام د اصلاحاتو او کورنیو مخالفتونو له زیاتېدو وروسته، په ۱۹۷۹ کال کي شوروي ځواکونه افغانستان ته داخل سول، چي ورسره اوږده جګړه پیل سوه.
د شاوخوا نهو کلونو جګړې وروسته، د ۱۹۸۸ کال د مې په ۱۵مه د شوروي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل سوه او بالاخره د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ تر ۱۵مي پوري ټول ځواکونه له هیواده ووتل.
د دغي جګړې انساني زیانونه درانه بلل کېږي. د بېلابېلو اټکلونو له مخي، نژدې دوه میلیونه ملکي وګړي وژل سوي او شاوخوا اووه میلیونه افغانان یا کور دننه بېځایه سوي او یا هم ګاونډیو هیوادونو ته کډوال سوي دي.
د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، افغانستان سمدستي سولي ته ونه رسېد. که څه هم بهرني ځواکونه ووتل، خو کورنۍ جګړې دوام وموند.
په لومړیو کلونو کي د هغه وخت حکومت چي مشري ئې ډاکټر نجیبالله کوله، تر ۱۹۹۲ کال پوري په واک کي پاته سو. خو کله چي دغه حکومت سقوط وکړ، بېلابېلو مجاهدینو ډلي کابل ته ننوتلې او د قدرت پر سر خپلمنځي جګړې پیل سوې. د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پوري پلازمېنه کابل او نوري سیمي د سختو نښتو شاهدي وې چي پراخه ویجاړۍ او ملکي زیانونه ئې واړول.
په ۱۹۹۶ کال کي د ط..البانو غورځنګ راڅرګند سو او کابل ئې ونیو. ط..البانو د هیواد ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندي راوسته او تر ۲۰۰۱ کال پوري ئې واکمني وکړه.