مسلم لیګ (ن) یو مخکښ غړي طارق فضل چودري ویلي

مسلم لیګ (ن) یو مخکښ غړي طارق فضل چودري ویلي، چي د پاکستان حکومت به پخوانی لومړی وزیر عمران خان له زندان څخه روغتون ته ولېږدوي، ترڅو ورته اړینه درملنه برابره سي.
بل پلو، د تحریک انصاف ګوند له خپلو پلویانو غوښتي، چي د عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه د اندېښنو له امله په بېلابېلو ښارونو کي اعتراضي غونډي وکړي.
د هغه پلويان وایي چي عمران خان ته بشپړه طبي درملنه نه ده برابره سوې، په ځانګړي ډول د سترګو د درملني په برخه کي.

نوموړي په دې وروستیو کي ویلي چي د ښۍ سترګي لید ئې کمزوری سوی او اوس یوازي شاوخوا ۱۵ سلنه لید لري.