د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د غزني ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ د‌ دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کي د يوې زړې مرمۍ د چاودني له امله دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه چاودنه کي يو ماشوم وژل سوی او يو بل ټپي سوی دئ.
خبرپاڼه ليکي چي دغه مرمۍ په ياده سيمه کي د تېرو جګړو څخه پاته وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *