د غزني ولايت ځايي مسئولين وايي

د غزني ولايت ځايي مسئولين وايي، چي د دې ولايت په آب‌بند ولسوالۍ کي د يوې ترافيکي پېښي له امله پنځه تنه وژل سوي او يو بل ټپي سوی دئ.
د هغوی په وينا، چي دغه پېښه د سې شنبې په سهار د کابل ـ کندهار پر لويه لار د البدر کلي په سيمه کي رامنځ ته سوې ده. په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يو باروړونکی موټر له مسافروړونکي موټر سره ټکر سوی، چي له امله ئې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

د يادوني وړ ده چي په وروستيو اوونيو کي د هیواد په بېلابېلو ولايتونو کي ترافيکي پېښي زياتي سوي. تېره اوونۍ هم په بدخشان ولايت کي د يوې ترافيکي پېښي له امله شاوخوا ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.