د چاپېریال او د اوبو چارو کارپوه نجبالله سدید ويلي، چي د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کي د سرو زرو غیرمعیاري استخراج د آمو سیند بهیر بدل کړی او د تاجکستان پر لور اوښتی دئ.
هغه په ټولنیزو رسنیو کي لیکلي، چي افغانستان د پنج سیند له بستر څخه د سرو زرو د ایستلو درنه بیه پرې کوي. د ده په وینا، په دې سیمه کي پراخو او بېنظمه کیندنو چاپېریال ته سخت زیان رسولی دئ.
سدید ویلي چي پنج سیند، چي پخوا د افغانستان او تاجکستان ترمنځ طبیعي پوله وه، اوس په ځینو سیمو کي د کیندنو له امله د تاجکستان پر لور اوښتی دئ.
بلخوا، ځینو سرچینو ادعا کړې، چي یو شمېر د سرو زرو د کانونو استخراج کوونکي د ط..البانو په ملاتړ د پولي هغې غاړي ته هم اوښتي او هلته ئې کیندني پيل کړي دي. د سرچینو په خبره، دغو فعالیتونو ځمکي تخریب کړی او د آمو او کوکچې سیندونو بهیر ئې بدل کړی دئ.
تر اوسه د ط..البانو مسؤلینو په دې اړه رسمي دریځ نه دئ څرګند کړی. کارپوهان وایي، که د کانونو استخراج په سمه او معیاري بڼه مدیریت نه سي، د سیمۍ چاپېریال او د خلګو ژوند به له لا زیاتو ستونزو سره مخ سي.