د غزني څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د غزني څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ سهار مهال د دغه ولایت اړوند د روضې په کلي کي نامعلومو وسله والو يو بزګر ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه بزګر سراج نومېږي او په خپله کرونده کي په کار بوخت و، چي وسله والو ويشتلی دئ.
تر اوسه د دغه کس د وژني اصلي انګېزه روښانه نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل سي چي په همدې ورځ د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کي هم يو ځوان نامعلومو کسانو د چاقو په وسيله وژلی و.