د ناروې حکومت افغانستان ته د بشري مرستو په موخه د ملګرو ملتونو له ځانګړي صندوق سره ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو اړوند صندوق وايي، دغه پیسې به په افغانستان کي د اړمنو خلګو د ملاتړ او د بشري مرستو د پروګرامونو د پیاوړتیا له پاره ولګول سي.
د دغه صندوق مسئولينو د ناروې له دوامدار ملاتړ څخه مننه کړې ده.