د غزني څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شنبې په ورځ د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کي د يوه وژل سوي ځوان جسد موندل سوی.
سرچينه وايي چي دغه ځوان په مرموز ډول وژل سوی و او وروسته ئې جسد د دغي ولسوالۍ په موشکي ساحه کي غورځول سوی و.
د دغه وژل سوي ځوان هويت تر اوسه پوري معلوم نه دئ او د سيمي خلګو روغتون ته انتقال کړی دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو هم د يادی پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.