اوکراین او روسیې د شنبې په ورځ ويلي، چي دواړو هیوادونو په تازه اقدام کي هر هيواد ۱۷۵ بنديان سره تبادله کړي

اوکراین او روسیې د شنبې په ورځ ويلي، چي دواړو هیوادونو په تازه اقدام کي هر هيواد ۱۷۵ بنديان سره تبادله کړي، چي د دواړو هيوادونو د تبادله سوو بنديان ټول شمېر ۳۵۰ تنه کېږي.
هغوی ويلي، چي دغه اقدام ئې د ايسټر يا د عيسويانو د اختر په مناسبت کړی دئ.
بايد وويل سي، چي د يادي ورځي په مناسبت دواړو هيوادونو د ۳۲ ساعتونو له پاره لنډ مهاله اوربند هم اعلان کړی وو.