د فارياب څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کي نامعلومو وسله پر يو نظامي ط.الب باندي وسله وال برید کړی.
د سرچينې په وينا چي په دغه وسله وال برید کي ياد ط..الب او د هغه کوچنۍ لور وژل سوې ده، مېرمن او يوه بله لور ئې ټپي سوې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ط..الب نورالله نومېدی.
د يادوني وړ ده چي تر اوسه د دغه پېښي په اړه ط..البانو څه نه دي ويلي.