د پاکستان پوځ یوې ځانګړي محکمې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال فیض حمید ته د ۱۴ کالو د زندان سزا ورکړې ده

د پاکستان پوځ یوې ځانګړي محکمې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال فیض حمید ته د ۱۴ کالو د زندان سزا ورکړې ده.
د پوځ د رسمي بیان له مخي، دا پرېکړه له اوږدو پلټنو وروسته سوې ده.
جنرال فیض حمید باندي دا تورونه لګېدلي چي په سیاسي چارو کي ئې لاسوهنه کړې، محرم او مهم اسناد ئې افشا کړي، د خپل مقام او دولتي سرچینو څخه ئې غلطه استفاده کړې او ځینو کسانو ته ئې بې قانونه ضرر رسولی دئ.

سرچینې وایي چي د پلټنو او شواهدو له راټولولو وروسته، محکمې دا پریکړه کړې او پر ده یاد سوي تورونه ثابت سوي دي.