د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ويلي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ويلي، چي د ایران اړوند روانه جګړه ښايي په نژدې ورځو کي پای ته ونه رسېږي او امکان لري چي د څو اونیو له پاره په شدیده بڼه دوام وکړي.
مکرون په خپلو څرګندونو کي ويلي چي تر اوسه داسي نښي نه ښکاري چي جګړه به ژر ختمه سي.
د هغه په وینا، د جګړې دوام تر ډېره پوري د ښکېلو اړخونو پر وروستیو اهدافو او د جګړې د پای پر مطلوب حالت پوري تړلی دئ.

هغه زیاته کړه چي که دواړه خواوي خپل وروستي اهداف روښانه نه کړي، نو دا جګړه به لا اوږده سي او د سیمي پر امنیت به پراخ اغېز ولري.