د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي، چي له ایران سره جګړه به لنډمهاله ماموریت وي او ټینګار ئې وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي، چي له ایران سره جګړه به لنډمهاله ماموریت وي او ټینګار ئې وکړ، چي دا پوځي عملیات به تر هغه وخت پوري دوام وکړي، چي دښمن په بشپړ او قاطع ډول مات سي.
هغه همدارنګه وویل چي د تهران تسلیمېدل یوازي د وخت خبره ده.
د ټرمپ په وينا په ایران کي بریا ترلاسه سوې، خو پایلي ئې لا هم کافي نه دي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چي د هغه څه د له منځه وړلو ژمنه لري، چي دی ئې د ایران ۴۷ کلن ګواښ بولي.
د امریکا ولسمشر دا هم وویل چي متحده ایالاتو د اسرائیل په همکارۍ د ایران پوځي وړتیاوي سختي ځپلي دي او ادعا ئې وکړه، چي د ایران ۴۶ کښتۍ او ډېر شمېر توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) ئې له منځه وړي.
هغه زیاته کړې، چي په ایران کي اوسني پوځي عملیات یو پېچلي عملیات دي او د پخوانیو عملیاتو په پرتله ښه ترسره کېږي، خو په ورته وخت کي ئې زياته کړې، «موږ نه پوهېږو چي ایران به کله تسلیم سي.»

هغه دا هم زیاته کړې، چي «ایران باید ډېر پخوا د برید هدف ګرځېدلی وای.»