د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چي افغانستان ئې د هغو هیوادونو په ليست کي شامل کړی، چي د ناسمو نیونو ملاتړ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چي افغانستان ئې د هغو هیوادونو په ليست کي شامل کړی، چي د ناسمو نیونو ملاتړ کوي.
د نوموړي په وینا دا پرېکړه وروسته له هغه سوې، چي د امریکا حکومت باور لري په افغانستان کي واکمنه اداره د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول د امریکایانو، د نیولو له لاري سیاسي فشار رامنځ ته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چي داسي ښکاري د افغانستان اوسني حاکمان هڅه کوي د امریکایي اتباعو د نیولو له لاري له واشنګټن څخه سیاسي امتیازات ترلاسه کړي. د دوی په خبره، دا ډول کړني د نړۍوالو اصولو او ډیپلوماتیکو اړیکو خلاف دي.

واشنګټن ټینګار کړی، چي د خپلو اتباعو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کي به لازم ګامونه واخلي.