د فراه د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ددغه ولايت په فراهرود ولسوالۍ کي د يوې خوني د نړېدو په پېښه کي دوه کسان وژل سوي او درې کسان نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي،د يوې نجلۍ په ګډون دوه کسان وژل سوي او په ټپيانو کي يوه مېرمن او دوه کوچنيان شامل دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه خونه د باران له امله نړېدلې ده او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې ده.