د افغانستان برېښنا شرکت د جمعې په ورځ خبر ورکړی

د افغانستان برېښنا شرکت د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي د نایب‌آباد او پلخمري ترمنځ د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لين د تاشقرغان تنګي په سیمه کي د یوې تخنیکي ستونزي له امله پرې سوی دئ.
د ياد شرکت د مسئولينو په وينا چي د دغي ستونزي په پایله کي د سمنګان او بغلان یو شمېر سیمي، او همدارنګه پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان ولایتونه له وارداتي برېښنا بې‌ برخي سوي دي.
برېښنا شرکت ویلي چي تخنیکي ډلي سیمي ته رسېدلي او د ستونزي د حل هڅي رواني دي، خو په سیمه کي د شدید طوفان له امله د ترمیم چاري له خنډ سره مخ سوي دي.

د هغوی په وينا چي د هوا له ښه کېدو او د کاري شرایطو له برابرېدو سره سم به د لين د بېرته فعالولو کار پیل سي.