د فراه د‌ ط..البانو د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزې رياست د سې شنبې په ورځ ويلي

د فراه د‌ ط..البانو د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزې رياست د سې شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه ولايت په بکواه او خاک سفيد ولسوالۍ کي تر باران وروسته سېلابونه راوتلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه سېلابو له امله يو کس وژل سوی او څلور نور ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي چي د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ۲۴ ولايتونو کي د‌ باران او طوفاني باد اټکل سوی دئ.