د ط..البانو د تخار د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د تخار د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کي ئې ۲۵ کسان د موسيقۍ د ږغولو په تور نيولي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسانو د شپې په يوه پروګرام کي موسيقي ږغول چي د ط..البانو له خوا نيول سوي دي.
بايد وويل سي، چي تر دې يوه ورځ مخکي ط..البانو په ننګرهار ولايت کي ۸۶ د موسيقۍ الې سوځولي وې.