د فلسطین دولت سفارت په بریتانیا کي د یوې رسمي غونډي په ترڅ کي پرانیستل سو.
د فلسطین سفیر حسام زملوط دا ګام د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کي مهم پرمختګ بللی.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د فلسطین استازولي ته د سفارت رسمي حیثیت ورکړل سوی او له دې وروسته به دا سفارت د بشپړ ډیپلوماتیک مقام سره خپل فعالیتونه پر مخ وړي.
د فلسطین سفیر زیاته کړې چي په لندن کي د سفارت پرانیستل نه یوازي د فلسطین او بریتانیا ترمنځ د اړیکو له پاره تاریخي ګام دئ؛ بلکي دا د فلسطین د دولت د نړۍوال رسمیت پېژندني پر لوري د پرمختګ نښه هم ده.