د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان (فائو) د افغانستان له پاره د وچ او ګرم ژمي خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان (فائو) د افغانستان له پاره د وچ او ګرم ژمي خبرداری ورکړی دئ.
د دې سازمان د وړاندوینو له مخي د ۲۰۲۵ کال د نوامبر او ديسمبر څخه تر ۲۰۲۶ کال د جنوري او فبرورۍ پوري به په افغانستان کي اورښت د معمول په پرتله کم وي.
فائو ویلي، د بارانونو فصل له اوسه وچ او تود پیل سوی او د خاوري د رطوبت کمښت هم په ټول هيواد کي لیدل کېږي.

دغه سازمان زیاتوي چي د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او مرکزي لوړ ولايتونو کي به اورښت لا ډېر کم وي.
دغه سازمان همداراز ویلي چي که څه هم امکان لري په جنوري میاشت کې ځیني قوي جوي سیستمونه په موقتي ډول واوره او باران زیات کړي، خو دا به د مجموعي کمښت جبران و نه کړي.
بايد وويل سي چي افغانستان تېر کال هم د کم اورښت او وچکالۍ له ستونزي سره مخ و.