د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ویلي دي، چي د دوشنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه ۲۵۱ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۱۸۷ کورنۍ د تورخم د لاري او ۳۴ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز په همدې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په ياده ورځ ۲۳ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري او ۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.