د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي اته کسان ئې په هرات ولايت کي د نشه يي توکو د خرڅ او قاچاق په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې ۳۹-۳۹ دوروې وهلي او دوه کاله ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي چي ط..البانو تېره ورځ هم ۱۴ کسان په بلخ، کابل او پروان کي په دورو وهلي وو.