د قزاقستان د کرني وزارت تازه شمېرې ښيي، چي افغانستان ته د دغه هیواد د غنمو او اوړو صادرات د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کي د پام وړ زیاتوالی موندلی دئ.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخي، د صادر سوو توکو کچه له ۱.۳ میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته لوړه سوې ده.
چارواکي وايي، په افغانستان او د منځنۍ اسیا په یو شمېر هیوادونو کي د خوراکي توکو د اړتیا زیاتېدو د قزاقستان د کرنیزو محصولاتو بازار پراخ کړی دئ.
د راپورونو له مخي، ازبکستان، قرغیزستان او ترکمنستان ته هم د قزاقستان د کرنیزو توکو لېږد د تېر په پرتله ډېر سوی دئ.