د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله په کندهار کي د کابینې د وزیرانو غونډه جوړه کړې وه.
په ياده غونډه کي د ط..البانو رئس الوزرا ملا حسن اخوند، ط..الب وزيرانو او يو شمېر نورو لوړپوړو ط..البانو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کي هغه ويلي، چي د هر ولايت والي په خپل ولايت کي د امرب.المعروف مسئول دئ د امرب.المعروف د ټولو فعاليتونو څارنه به کوي او راپور به ئې هره مياشت وړاندي کوي.
د دغه شورا به هره دوشنبه په کابل کي د رئيس الوزرا په مشرۍ جوړېدل؛ خو دا ځل په کندهار کي د ملا هب.ت الله په مشرۍ جوړه سوې وه.
په ياده غونډه کي پر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث سوی او په اړه ئې ط..البانو نور څه نه دي ويلي.